اختر مو مبارک شه
خاونده ژر تر ژر اختر کړې
چې د عاشقانو سره وشي دیدنونه
روژه به تېره په سفر كړم
اختر ته كلي ته درځم خوشاله يمه
اختر د واړو مبارک شه
زه به خپل سره لاسونه يارته ورکومه
په سپينه خوله كه روژه ماته
د كفارت روژې به دواړه ونيسونه
چې مازيګر شي ښكته لمر شي
په چا اختر شي څوك د غم ژړا كوينه
اختر دې تا ته مبارك شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اول روژه وي بيا اختر وي
په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه
د اختر شپه د هغې ځار شه
په کومه شپه چې سر دیار په څنګل ږدمه
اختر د جونو مبارك شه
زاڼې د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه
د کوچني اختر د رارسیدو له کبله ټولو ګرانو مسلمانانو ته
د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم. هیله من یم چې د
روژې مبارکه او بختوره میاشت مو په بشپړه درناوي او
عبادتونو سره تیره کړي وي.
څلوریځه
غم دجانان مې بردی وس په اوښــکو
خاورې اېرې مې کړ نفس په اوښــکو
څنـــګه به نه ســـتایمه خپله مـــــــــینه
چې مې ورکړی دی اودس په اوښـکو
ولي خان شبګیرهند
له بهشتتي زيور څخه
دلته يوڅو داسې خبرې ليكل كېږي چې له امله يې انسان ته ډېر ارام او سوكالي وربښل كېږي اونورو خلكو ته يې هم څه تكليف او زيان نه ور رسيږي، داخبرې كه څه هم دنياوي معلوميږي خو ديني هم دي، لكه چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وايي : ښه انسان هغه دى چې د لاس او ژبې تكليف يې چاته ونه رسيږي، دغه راز وايي: په نصېحت كولو كې په كار ده چې څوك پرې تنګ نه شي اودغه راز وايي چې مېلمه دې ددبل به په كور كې دومره نه ايساريږي چې كوربه پرې تنګ شي، دلته يوڅو ګټورې خبرې ليكو:
۱ : كله چې دشپې دروازه بندول غواړئ اول وګورئ چې كوم شى خو به دننه پاتې شوى نه وي، يابل داسې څه چې دشپې كور ته زيان ورسوي.
۲: خپلې جامې اوكتابونه كله ناكله لمر ته ږدئ .
۳ : كور پاك ساتئ .
۴ : تر لاس لاندې بايد خواري كښ وروزئ ، څو سست لوى نه شي.
۵: دچا ليدنې ته چې څوك ورځي هلته دې دومره نه تم كېږي چې هغه بيا پرې تنګ شي اونه دې ډېرې خبرې كوي.
۶ : دچا په كور كې چې يوڅه شى له كوم ځايه راواخلې بېرته په هغه ځاى كې يې ږدئ .
۷ : په لاره كې تيږه ، لرګى، لښته، يابل داسې ضرر رسونكي شيان ونه غورځول شي اوكه چېرته پراته وي بايد لرې كړل شي.
۸: كه څوك ديوكار درته ووايي ځواب يې سمدلاسه وركوئ، كه كولاى يې شئ د هو ځواب وركړئ اوكه يې نه شئ كولاى د ( نه ) ځواب وركړئ څو هغه ستا په هيله پاتې نه شي.
۹ : مالګه ډيره مه استعمالوئ .
۱۰ : دشپې چې اوبه څښئ لومړۍ بايد ښې وكتل شي چې پاكې دي اوكنه .
۱۱: كه څوك له كمكي سره د مينې له كبله لوبې كوي بايد د لويانو په څېر لوبې ورسره ونه شي، هسې نه چې كمكي ته پرې زيان ورسيږي.
۱۲ : كوم لوښى چې تش شي بايد ښه ومينځل شي اوكه بيا استعماليږي بياهم بايد ښه ومينځل شي.
۱۳ : كه لوښى يا ديګ پر دسترخوان يابل څه ږدې لاندې برخې ته يې بايد څه كېښودل شي، ترڅو څه شى ونه سوځوي.
۱۴: كه څوك چېرته مېلمه كېږي فرمايشونه به نه وركوي .
۱۵ : كوم ځاى چې خلك ناست وي هلته ناړې توكول او پوزه سوڼول ښه نه دي.
۱۶ : د خوراك په وخت كې دخرابو او دنفرت وړ شيانو نومونه نه اخيستل .
۱۷: د رنځور اودهغه دخپلوانو په مخكې دنااميدۍ خبرې نه كول.
۱۸ : كه دچا په هكله خبره چاته پټه كوې بايد هغه ته ونه ګورې اونه ورته ګوته ونيسي.
۱۹ :دخبرو پر مهال لاسونه ښورول په كار نه دي .
۲۰: په لمن، لستوڼي پوزه پاكه نه شي .
۲۱ : په ټټۍ كې اودس اودس مه كوئ .
۲۲ : كله چې څوك بوټان يا څپلۍ په پښو كول وغواړي بايد يوځل يې وڅنډي، څو پكې څه پراته نه وي اوكه پراته هغه هم ترې لرې ونه غورځوي .
۲۳ : دچا عيب نه ښكاره كول .
۲۴ :كوم ځاى كې چې خلك تېريږي لكه دروازه يا نور، هلته نه كېناستل ، ځكه خلكو ته تكليف رسيږي.
۲۵ : زر زر ځان مينځل اوپاكې جامې اغوستل، ترڅو د بدن بدبويي بل چاته ورنه شي.
۲۶ : كوم ځاى چې څوك ناست وي هغه ځاى نه جارو كول .
۲۷: خاورې او خاشاك په داسې ځاى كې غورځول چې څوك نه وي .
۲۸ : په چاقو، مېخ ا وستنې له چاسره ټوكې مه كوئ .
۲۹ : كه مېلمه راشي له هغه سره ښه چلند كول، كه دډوډۍ وخت وي بايد ډوډۍ ورته راوړل شي.
۳۰ : تشناب ته له ننوتلو دمخه بايد كالي هرڅه ځان ته برابر كړي اوپه تشناب كې دننه برابرول يې بدن ته زيان رسوي.
۳۱ :كه څوك د څه شي پوښتنه كوي، ځواب بايد په ښه پاملرنه وركړل شي ، بې غوري په كار نه ده ، څو كبرجن ونه بريښيې .
۳۲ : كه چاته ځواب وركول غواړې نوپه ښو جملو او الفاظو كې يې وركوه.
۳۳: كه چاته څه شى وركول غواړې نو په لاس كې يې وركړه او له ليرې ځاى څخه يې ورته مه راغورځوه.
۳۴ : كه دوه تنه په خپل منځ كې خبرې سره كوي دهغوى په منځ كې كېناستل اودهغوى دخبرو پرېكول ښه كار نه دى.
۳۵ : څوك چې كار كوي دهغه سره بايد خبرې ونه شي، كله چې وزګار شي بيادې له هغه سره خبرې وكړي، ترڅو له كاره ونه وځي.
۳۶:كه څه شى چاته په لاس كې وركوئ ترهغه پورې بايد پرې نه ښودل شي څو هغه كلك نيولى نه وي.
دقاسمي ژباړه
ته هم عجيبه ښکلا يې کله له غوسې څخه تک سره شي اوکله بيا کټ کټ په خندا شي ستا فطر ت بل شان دي . له نورو فطرتونو سره بلا ډير فرق لري ، ته دډير لوړذوق چښتنه يې تاته په دې محول کې هر ښکلا دخپل غرور له وجې بدرنګه ښکارې ته پرهيچا سترګې نه خواږيږي ، تا ډيرو زوړونه ليلام کړل اوځينې د د ې خپل مغرور حسن دتعظيم او اطاعت په خاطر دومر سخت وتراشل ،چې دويښته په څير دنرې کړل او دعمر تر وروستۍ شيبې پورې به ستا په پلوی ولاړوي .اوس ته ووايه اې سترې او نازولې ښکلا زما دزړه غمی دپه خپلو زرګرو سترګو غلا کړی اوغواړي چې دنورو زړونو په څير زما زړه هم وتراشې او دتل لپاره يې دځان غلام کړې . زه دخپل غلاشوي زړه په موندلو پسې په دې ويړ اولوی بيابان کې سر يم او هڅه کوم چې پيدايې کړم، ته دمهربانۍ له مخې راته دخپل په لمرينو وړانګو هغه لاره راته په غشو ووله چې ستا تردار درغلي ده . تا زما دا ويرلړلی حالت نه ويني؟ لکه دخزان ترخوسيليو ځپلی بلبل چې پرستونې يې دغم خپسه ناسته وې اوهيڅ اواز نه شي کولی او پټه په سينه کې دګلو سندرې بولې خو ګوره له دغې حالت څخه ضرور ووځم وخت به راشي بيا دسندر مار بلبل په څير په خواږه ژبه وياند شم د درد اوله حکمته ډکه ژبه اوس کولی شم چې ستا له ناکردو ټوله زمانه خبره کړم،خو چې پام دوي لږ ودريږه دادحکمت ډک شعر واوره
زما دزړه غمي دغلا کړ په دادووسترګو زرګرو
هسې نه چې يې وپلورې دچړو په سوداګرو
دستادغم ږلۍ وريږي پاڼې توی شوې دګورګورو
زه به زړه ټکور وم تل په ټپو اوپه سندرو
لږ دشنډو خيرات ورکړه خير شي په مسافرو
انتظار ورته کومـــــه که ېي يو ځل راته پــــــــــام شي
د ګودر لارې ېې څارم خير ده نوم کــــــه مې بدنام شي
اننـــــــــــــــــــګي ېې سره ګلونه ساده حسن يې ځليږي
تورې زلفې چې خورې کا سپينه ورځ تيــاره ماښام شي
د ساقي په ميخانه کــــــــــــې د اغيــار له شوڼډو څاڅي
زه وه وچې شوڼډې ګــــــرځم وايې تـــا باندې حرام شي
د شرابو ګوټ کومــــــــــــــــــه د سکون پـــه پلټون کې
د نصيب برخه مې خواره ده ساقي راتـــــــــــه امام شي
په نصيب کې ېې جوړ نشته د اشنا سترګـــــې ميخوارې
خدای خبــــــــر شه که مسعود ته به يو ځله هم انعام شي
مسعودوردگ
ژباړه
محمد بصير سليمانخېل
تر ټوله معنی لرونکي کلیمه «موږ» ده... هغه تل وکاروه.
تر ټوله ژوره کلیمه «مېنه» ده... هغې ته درناوۍ وکړه.
تر ټولو جوړونکي کلیمه «صبر» ده... د لرلو لپاره یې دعا وکړه.
تر ټوله روښانه کلیمه«هیله» ده... ورته هیله من واوسه.
تر ټولو پیاوړي کلیمه «پوهه» ده... تل زده کړه وکړه.
تر ټولو کلکه کلیمه «منډه او هڅه» ده... تل یې ولره.
تر ټولو نرمه کلیمه «موسکا» ده... هغه تل په شونډو ولره.
تر ټولو اړینه کلیمه «پوهاوئ» ده... هغه را منځته کړه.
تر ټولو روغه کلیمه «روغتیا» ده... ارزښت ورته ورکړه.
تر ټولو اصلي کلیمه «ډاډ» ده... تل اعتماد پرې ولره.
تر ټولو دوستانه کلیمه «رفاقت» ده... ناوړه ګټه مه ترې اخله.
تر ټولو ښایسته کلیمه «رښتینولي» ده... تل یې ریښتیني وساته.
تر ټولو موقره کلیمه «درناوی» ده... ارزښت ورته قایل شه.
تر ټولو ارامه کلیمه«ارامش» ده... تر لاسه یې کړه.
تر ټولو عاقلانه کلیمه «احتیاط» ده... خپل حواس تل درټول ساته.
تر ټولو صابرانه کلیمه «انتظار»ده...ورته په تمه شه.
تر ټولو ارزښتناکه کلیمه «بښنه» ده... تل یې وکاروه.
تر ټولو ښایسته کلیمه «ښه ټنډه» ده... چې د ښایستوب راز ورسره نغښتی ده.
تر ټولو خوشاله کلیمه «کار» ده... تل کار کوه.
تر ټولو پاکه کلیمه «سپیڅلتوب» ده... ډېر اسان کار ده.
تر ټولو زړه خوښوونکي کلیمه «وفاداري» ده... په خپله ژمنه باندې وفا وکړه.
تر ټولو خوځنده کلیمه «موخه» ده... پرته له دې ژوند معنی نه لري.
او تر ټولو هدفمنده کلیمه «بریالیتوب» ده... نو مخ پر وړاندې د بریالیتوب پر خوا
له ډېری خلکو سره دا بېره وي چي په نړۍ کې بدعمله کسان، په خپله سزا نه رسېږي او د دې پرځای چي په بدنوم ياد شي تل په ښو نومونو سره يادېږي، حال دا چي د دغو کسانو اعمال د شرم وړ دي، لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي، د بشريت نوم يې بد کړی او حرص او طمعه يې ټوله نړۍ نشي پوره کولی.
دا خبره که تر يوه حده رښتيا هم وي خو باالآخره دغسي جنايتکاران ټول خلک پېژني او د هغه جنايتونه او بدي کړني يو نه يو وخت راڅرګندېږي.
د امريکا د اوسني جمهور رئيس غلطي پالېسۍ اوس ټولي نړۍ ته څرګندې شوې دي. د نړۍ آزادي خوښوونکو خلکو کله چي جورج بوش د دوی هېوادونو ته سفر کړی، نويي په لاريونونو لاس پوري کړی او د افغانستان، عراق او فلسطين د خلکو بدحالت يې د نړۍ د دغه زبرځواک هېواد مشر ته ور په ياد کړی دی.
په حقيقت کې دغه لاريونونه د بوش هغه سياست منفور ګڼي چي ده د نړۍ د نيولو لپاره تر لاس لاندي نيولی.
که څه هم دغه لاريونونه کوم عملي ګام د دغو خلکو د ژوندانه د ښه کولو لپاره نشي کېدلی، خو د امريکا ولسمشر ته دا په ډاګه کوي چي دی د خلکو په منځ کې څومره منفور او بد سړی دی. انسان په ډېره وړه خبره مکمله مياشت خوابدی وي، او که هغه د نفرت خبره وي، نو کېدی شي يو کال يې هم له زړه ونه وځي.
د بوش په مقابل کې دغسي د نفرت نه ډک لاريونونه او اعمال کولی شي د بوش لپاره يو لوی ذهني شوک وي، هغه که هرڅوک دی خو اوس پوه شوی دی چي نړۍ څونه ورنه بېزاره ده.
نن د امريکا جمهور رئيس جورج بوش د عراق په سلام ماڼۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پرمهال د يوه عراقي سړی لخوا په بوټونو وويشتل شو.
دغه خبر د غورځنګ په ښکلي انټرنټ سايټ کې راغلی دی، تاسو يې ليدلو ته رابولم
دميدان ښار مڼې بې ارزښته مه ګڼۍ!

اقتصادي وده اوپرمختګ دهرهېوادپه بېلابېلوکړيوپورې تړل شوي ده خوپه ځانګړي ډول کرنې اومالدارۍ ته په ګڼ شمېرهېوادونوکې پام اړول کېږي .داقتصادي چارو دماهرينودويناپربنسټ ويل کېږي ،چې کرهنه ديوه هېواد په بډاينه او اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لري او ورسره جوخت دهرهېواد پياوړی زراعت دهغه له سالم طبعيت سره اړخ لګوي . يانې په هرهېواد ياسيمه کې ،چې له زراعتي کبله شنه اوښکلې وي ونې اوځنګلونه ډېرولري هوايې هم صافه اوپه زړه پورې وي .
جلال آشنا
محمد قاسم عارف
پېښور
شنـــــــــــــــــــې اوبــــــــــــه
پر سیمه دماښام تیاره خوره وه ،پر اسمان تورې وریځې ګرځېدلې ،زه دونې لاندې ولاړ وم ،دهوا سړې څپې او څاڅکي مې پر مخ او وجود لګېدل .
له مانه لږلرې چاسندره زمزمه کوله :ورغږ مې کړ !ذبیح الله یې ؟ که څنګه زما دخوښې سندره زمزمه کوې ؟
ځواب یې رانکړ :خپلې سندرې ته یې دوام ورکړ ،اواز مې یې ټیټ جګ اورېده .
بیا مې ورغږ کړ :زه هم درځم ښه ده چې سندره دواړه په یو ځای په لوړ اواز وبولو .
ماکرار کرار قدم وهل پیل کړل ،ډېر مزل مې وکړ ،دسندرې ځای ته وروه نه رسېدم
داسمان پړکې مې په زړه کې ژورې کرښې تېرولې .
ډاكتر عبدالوكيل اصلادميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دی.دی د(۱۳۰۲) هـ ش كال دحمل په مياشت كې په كابل كې زيږيدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې دكابل ښار په استقلال او غازي ليسو په ښونځيو كې كړيدي اود غازي ليسې ددولسم ټولګي څخه فارغ شو دغه مهال دويمه له نړيواله جګړه روانه وه ، همدغه وخت دښونې او روزنې دوزارت لخوا هندوستان ته وليږل شو او دفنصل آباد په پوهنتون كې شامل شو ليسانس يې له همدغه پوهنتون څخه تر لاسه كړ اووروسته پيا كابل ته راغي او دښوونكي په توګه دكابل په دارالمعلمين كې دنده وروسپارل شوه او دوه كاله يې دښوونكي دنده تر سره كړه . ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل (۱۹۴۸) م كال چې (۱۳۲۷) هـ ش سره سمون خوري لندن ته ولاړ او هلته يې دكرنې په برخه دكتورا واخستله او (۱۹۵۲)م كال چې (۱۳۳۱)هـ ش سره برابره ده كابل ته راغى او دهلمند په ولايت كې دزراعت رئيس وټاكل شو او (۱۲)كاله يې په دې ولايت كې دنده تر سره كړه